IQNA

د امریکا دپوهنتونونو  محصیلینو د اسرائیلو په ضد اعتراضونه نوره هم پراخ کړي دي

6:31 - April 24, 2024
د خبر لمبر: 3489099
ایکنا - په امریکا کې  د پوهنتونو د محصیلیونو غورځنګونو  د فلسطین د مظلومو خلکو په ملاتړ او په غزې تړاګې کې د صهیونیسټي رژيم له نسل وژنې سره  په مخالفت کې ، ددغه هیواد واکوالان له  چیلنج سره مخ کړ ي دي.

ایکنانیوز د تسنیم له قوله  راپور راکړ،د امریکا په ییل  او نیویارک پوهنتونونو کې   په غزې تړانګې  کې د صهیونیسټي رژيم  د نسل وژنې په دام په اعتراض کې په تیرو څ و ورځو کې   د فلسطین  ملاتړي  لسګونونو محصیلین نیول شوي دي چې  په نورو پوهنتونو کې ئې هم د محصیلینو کرکه او غوسه پارولې ده.

د لندن ګارډيّن ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي دي، دکولمبیا  پوهنتون  د محصیلینو له ځپلو وروسته ، د امریکا دنورو پوهنتونونو محصیلینو  له  اعتراض کونکو سره  د پیوستون په اعلانولو سره ، دخپلو پوهنتونونو  له مسئولانو غوښتي دي ،څو  په غزې تړانګې کې دې  د اوربند له ټڼيګیدا څخه  ملاتړ  وکړي.

د امریکا په زیاتره پوهنتونو نو کې  له تیرو څو اونیو راهسې  د فلسطین ملاتړي  محصیلین  همداراز  په امریکا کې د اسرائیلو له نسل وژونکي رژيم سره د اړونده شرکتونو دحذفیدا غوښتنه کوي او داسې کومه ورځ نشته چې دامریکا په پوهنتونونو کې  د وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژيم په ضد  او  د فلسطین  د مظلومو خلکو په ملاتړ کې د  محصیلینو اعتراضونه  او مظاهرې ونشي. د امریکا د برآؤن، پرینسټن، نارت ویسټرن پوهنتونو پشمول  په لسګونو پوهنتونو کې  محصیلینو  په دې باب د  امریکا واکوالان له جدي چیلنجونو سره مخ کړي دي.

نوار غزه , طوفان الاقصی ,

نوار غزه , طوفان الاقصی ,

چرایی اعتراض به اسرائیل در دانشگاه‌های آمریکا؛ ظلم را ببین!

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1403/02/04/3073765

captcha